دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 291172
افغانستان به د فوټسال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره وکړي
فیفا د فوټسال نړیوال جام سیالیو مهالویش خپور کړی چې له مخې به یې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د فیفا له خوا د خپاره شوي مهالویش له مخې، دغه لوبه د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «هومو ایرینا» په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان دویمه لوبه به د ارجنټاین پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان درېیمه لوبه به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱مه د ازبکستان په اندیجان کې له اوکراین سره ترسره شي.

د فوټسال نړیوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د سپټمبر له ۱۴مې د اکتوبر تر شپږمې نېټې پورې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار موندلې، د دې سیالیو په "سي" ګروپ کې دی.
https://avapress.com/vdchqznii23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته