کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان به د فوټسال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره وکړي

9 جوزا 1403 ساعت 10:06

فیفا د فوټسال نړیوال جام سیالیو مهالویش خپور کړی چې له مخې به یې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي.


آوا: د فیفا له خوا د خپاره شوي مهالویش له مخې، دغه لوبه د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «هومو ایرینا» په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان دویمه لوبه به د ارجنټاین پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان درېیمه لوبه به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱مه د ازبکستان په اندیجان کې له اوکراین سره ترسره شي.

د فوټسال نړیوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د سپټمبر له ۱۴مې د اکتوبر تر شپږمې نېټې پورې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار موندلې، د دې سیالیو په "سي" ګروپ کې دی.


د مطلب کود: 291172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291172/افغانستان-د-فوټسال-په-نړیوال-جام-کې-خپله-لومړۍ-لوبه-له-انګولا-سره-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com