افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د شرکتونو خپلواکه اداره وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یو شمیر دولتي شرکتونه چې په هیواد کې د څو لسیزو کورنیو جګړو له امله ویجاړ شوي وو، په بنسټیز ډول بیارغول شوي او په فعالیت پیل کړي دي.
د دې ادارې مسوولین په دوام زیاتوي چې دوی د هغو شرکتونو د بیارغولو هوډ لري چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په هدف د ویجاړو شویو فابریکو بیارغونې ته زیاته پاملرنه کړې ده.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د دولتي شرکتونو او فابریکو په فعالېدو سره به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او په ورته وخت کې به د کورنیو تولیداتو کچه هم لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د فابریکو د بیارغونې ترڅنګ یو شمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې ده.