کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هغو دولتي شرکتونو بیارغونه چې په کورنیو جګړو کې ویجاړې شوې دي

26 ثور 1403 ساعت 11:47

چارواکي د هغو دولتي شرکتونو د بیارغونې خبر ورکوي چې د کورنیو جګړو له امله ویجاړ شوي دي او وايي چې یو شمېر دغو شرکتونو له بیارغونې وروسته بېرته په فعالیت پیل کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د شرکتونو خپلواکه اداره وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یو شمیر دولتي شرکتونه چې په هیواد کې د څو لسیزو کورنیو جګړو له امله ویجاړ شوي وو، په بنسټیز ډول بیارغول شوي او په فعالیت پیل کړي دي.

د دې ادارې مسوولین په دوام زیاتوي چې دوی د هغو شرکتونو د بیارغولو هوډ لري چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په هدف د ویجاړو شویو فابریکو بیارغونې ته زیاته پاملرنه کړې ده.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د دولتي شرکتونو او فابریکو په فعالېدو سره به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او په ورته وخت کې به د کورنیو تولیداتو کچه هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د فابریکو د بیارغونې ترڅنګ یو شمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې ده.


د مطلب کود: 290407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290407/د-هغو-دولتي-شرکتونو-بیارغونه-چې-په-کورنیو-جګړو-کې-ویجاړې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com