افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قلعه نو ښاروال مولوی نظرمحمد وثیق وايي چې د دغه سړک اوږدوالی ۵۰۰ متره دی او د جوړولو لګښت یې څه باندې ۴ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
د هغه په وينا، سږ کال د قلعه نو ښاروالۍ له خوا په لاره اچول شوې ټولې پروژې بشپړې شوې دي.
د سيمې اوسېدونکي هم د دغه سړک د جوړېدو له پيله خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د قلعه نو ښاروالۍ له لوري د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت د باغک پر سړک د کانالونو چارې بشپړې شوې وې.