کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغيس ولايت کې د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک د جوړولو کار پيل شو

20 دلو 1402 ساعت 12:32

د بادغیس ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز قلعه نو ښار په شاوخوا کې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په دوام د دغه ښار د حفتر ولسوالۍ د "باغک" سړک د بټومین کار د څه باندې یو لک افغانیو په لګښت پیل شوی دی.


آوا - کابل: د قلعه نو ښاروال مولوی نظرمحمد وثیق وايي چې د دغه سړک اوږدوالی ۵۰۰ متره دی او د جوړولو لګښت یې څه باندې ۴ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
 
د هغه په ​​وينا، سږ کال د قلعه نو ښاروالۍ له خوا په لاره اچول شوې ټولې پروژې بشپړې شوې دي.
 
د سيمې اوسېدونکي هم د دغه سړک د جوړېدو له پيله خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د قلعه نو ښاروالۍ له لوري د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت د باغک پر سړک د کانالونو چارې بشپړې شوې وې.


د مطلب کود: 285561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285561/په-بادغيس-ولايت-کې-د-څه-دپاسه-څلور-ميليونه-افغانيو-لګښت-يوه-سړک-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com