افغان غږ خبری آژانس - هرات: د ۲۰۲۴ کال د پولیو د واکسین د کمپاین لومړی پړاو نن شنبه د هرات د والي، د حج او اوقافو ریاست مسوولینو، د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو او ډاکټرانو په حضور کې پرانیستل شو.
په هرات کې د پوليو د مرکز مسوول ډاکتر محمد آصف کبير وايي چې دغه فرعي دوره به په هغو ځايونو کې پلې شي چې د پوليو د مخنيوي احتمال شته او ٧٦ زره ماشومانو ته به واکسين شي .
د هغه په وينا، دغه کمپاين به سبا دوشنبه د شينډنډ ولسوالۍ او د انجيل ولسوالۍ په ځينو برخو کې پلي شي.
ښاغلي کبیر له خلکو وغوښتل چې د رضا کاران له ټیم سره همکاري وکړي.
له بلې خوا د هرات د حج اوقافو رييس وايي چې د واکسين تطبيق شرعي دى او د هرات ټول ديني عالمان د اعلاناتو په برخه کې خلکو ته خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د روغتيايي چارواکو په وينا، له درېيو کلونو راهيسې د هېواد په لوېديځ کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.
د روغتيايي چارواکو د شمېرو له مخې، تېر کال په هرات کې د پوليو واکسين شپږ پړاوونه په برياليتوب سره پلي شوي وو.