افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف نن (یکشنبه، د دلوې ۸ مه) په ایکس چینل کې لیکلي چې له خپلو همکارانو سره ژمن دی چې د هر ماشوم، ښځې او کورنۍ لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی برابر کړي.
د روغتیايي مرکزونو، ډاکټرانو، درملو او طبي وسایلو کموالی د افغانستان د روغتیايي سیستم یوه له اساسي ستونزو څخه ده.
د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان حکومت له سقوط او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته روغتیايي وضعیت خراب شوی دی.