دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 284762
یونیسف: ۷۸۳ زره افغان زده کوونکي په کلیوالي ښوونځیو کې زده کړې کوي
د یونیسف او د ماشومانو د ساتنې ادارې له خوا ورکړل شوې شمېرې ښيي چې ۷۸۲۹۳۳ افغان زده کوونکي د کلیو په ښوونځیو کې زده کړې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د ماشومانو د ساتنې اداره د افغانستان له کلیوالي ښوونځیو څخه د ګډو معلوماتو په خپرولو سره وايي چې اوسمهال په دغو ښوونځیو کې ۷۸۲۹۳۳ ماشومان زده کړې کوي.
 
د یونیسف او د ماشومانو د ساتنې د ادارې معلومات ښيي چې د دغو ټولو ښوونځيو ماشومانو له جملې څخه شاوخوا ۴۷۰ زره یې نجونې دي.
 
د دې موسسو د معلوماتو له مخې چې له ماشومانو څخه ملاتړ کوي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۴۴۲۸ کلیوالي ښوونځي شتون لري.
 
د تېر کال په مې میاشت کې یونیسیف وویل چې په پام کې لري د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د ۲۰۲۳ کال تر پایه په کلیوالي ښوونځیو کې د ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.
 
تر دې مخکې یونیسف د افغانستان په کلیوالو ښوونځیو کې د ۹۵۰ نویو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان کړی و.
 
یونیسف د (دلوي ۲۷) په ټولنیزه شبکه اکس کې وویل چې د دې نویو ټولګیو په جوړولو سره به د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ۱۴۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
 
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې جنوبي کوریا د دغه پروګرام مالي ملاتړ کوي.
 
یونیسف او د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي دي چې په دغو ښوونځیو کې له ۲۵۰۰۰ څخه زیات ښوونکي استخدام شوي او تشویقونه ترلاسه کوي.
 
دغه راز دغو بنسټونو ویلي چې شاوخوا یو میلیون او ۲۵۸ زره ماشومان په کلیوالي او دولتي ښوونځیو کې تعلیمي مواد ترلاسه کوي.
 
ماشومان تر دریم ټولګي پورې په کلیوالي ښوونځیو کې زده کړې کوي او بیا په لومړنیو ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcepe8wwjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته