دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 284386
یونیسف په افغانستان کې د شاوخوا زرو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جنوبي کوریا په مرسته په افغانستان کې د ۹۵۰ ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف نن چهارشنبه د جدی ۲۷ مه په X کې لیکلي چې په دغو ټولګیو کې به ۱۴۰ زره ماشومان زده کړې ترلاسه کړي.


دې ادارې ویلي چې دا تعلیمي ادارې د زده کړې، الهام او راتلونکي جوړولو لپاره ځای دی.

یونیسف مخکې له دې په هېواد کې د نجونو په ګډون ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په موخه تعلیمي ادارې جوړې کړې دي.

په همدې حال کې له دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه بې برخې دي.
https://avapress.com/vdcg7t9x3ak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته