کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په افغانستان کې د شاوخوا زرو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ

27 جدی 1402 ساعت 12:16

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جنوبي کوریا په مرسته په افغانستان کې د ۹۵۰ ښوونیزو ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ.


آوا - کابل: یونیسف نن چهارشنبه د جدی ۲۷ مه په X کې لیکلي چې په دغو ټولګیو کې به ۱۴۰ زره ماشومان زده کړې ترلاسه کړي.


دې ادارې ویلي چې دا تعلیمي ادارې د زده کړې، الهام او راتلونکي جوړولو لپاره ځای دی.

یونیسف مخکې له دې په هېواد کې د نجونو په ګډون ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په موخه تعلیمي ادارې جوړې کړې دي.

په همدې حال کې له دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه بې برخې دي.


د مطلب کود: 284386

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284386/یونیسف-په-افغانستان-کې-د-شاوخوا-زرو-ښوونیزو-ټولګیو-جوړولو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com