د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
یونیسف: په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري
8 دلو 1402 ساعت 15:18
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
آوا - کابل: یونیسف نن (یکشنبه، د دلوې ۸ مه) په ایکس چینل کې لیکلي چې له خپلو همکارانو سره ژمن دی چې د هر ماشوم، ښځې او کورنۍ لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی برابر کړي.
د روغتیايي مرکزونو، ډاکټرانو، درملو او طبي وسایلو کموالی د افغانستان د روغتیايي سیستم یوه له اساسي ستونزو څخه ده.
د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د افغان حکومت له سقوط او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته روغتیايي وضعیت خراب شوی دی.
د مطلب کود: 284944