دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 283895
په هرات کې د زلزلې د قربانیانو لپاره د هستوګنې کورونه ګټي اخیستنی ته وسپارل شول
د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په ازغلک کلي کې د ٢٥ هستوګنې کورونه له دوو مياشتو کار وروسته بشپړ او د زلزلې ځپلو ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د ترکیې د ایدف خیریه بنسټ مسوولین وايي چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د «ازغلیک» ښارګوټي د جوړولو چارې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې او پرون (د جدی ۱۹مه) بشپړې شوې. 
 
د چارواكو په وينا، دغه كورونه د اوسېدو ټولې اسانتياوې او لوازم لري او په بشپړه توګه خپلو خاوندانو ته سپارل شوي دي.
 
ويل کيږي چې د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د کجکل د کلي خلکو ته د سيمه ييزو مسوولينو په شتون کې پرانيستل شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه کورونه دوه خونې، یو دهلیز، یو پخلنځی او یو تشناب لري او په دې ښارګوټي کې یو جومات او د اوبو یوه زیرمه هم جوړه شوې، چې ټولټال لګښت یې ۳۰ میلیونه افغانۍ دی.
https://avapress.com/vdcaoenum49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته