دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 283710
په غور ولایت کې د چهارمغز په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د چهارمغز په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت د کرنې رئیس مولوی غلام محمد کاظم شهامت وایی: په داسې حال کې چې د تیر کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې د نباتاتو د ناروغیو او افتونو خپریدو د کرنې محصولاتو ته زیان رسولی دی. خو په دغه ولايت کې د چهارمغز حاصلات د تېر کال په پرتله شل سلنه زيات شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تېر کال په غور کې د چهارمغز حاصلات شاوخوا ۵۲۵ ټنه وو، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېر ۶۵۶ ټنو ته لوړ شوی چې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ویل کیږي چې په غور کې باغدارۍ په تیرو کلونو کې د پام وړ وده کړې او شاوخوا ٢١٢٠ هکتاره ځمکه لري.

د غورمي د کرنې رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى هڅه کوي چې د کرنې رياست له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ په غور کې د چهارمغز زيات باغونه جوړ کړي او دغه راز په دغه ولايت کې د نباتاتو د آفتونو د خپريدو مخه ونيسي.

د غور د کرنې رئیس وايي، سږ کال د غور په ډېرو ولسوالیو په ځانګړي ډول مرغاب، چهارسدې، شهرک، ساغر، تیورۍ، الفاروق او شهر فیروزکوه کې د چهارمغز حاصلات ښه وو.

باید وویل شي، چې د چهارمغز د غور محصولات ښه کیفیت لري او په کورنیو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.

دا مهال د هېواد په بازارونو کې یو کیلو چهارمغز له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
https://avapress.com/vdcgqw9xzak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته