دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 281768
په درېیو ولایتونو کې پر ۱۵ زره ۶۹۰ کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش
د غور، لوګر او پکتيکا ولايتونو سيمه ييز چارواکي وايي، چې په يادو ولايتونو کې يې پر ١٥٦٩٠ اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر ۱۲ زره او ۹۸۸ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام د تخنیکي همکارۍ انستیتیوت (CRDSA) له خوا خوراکي توکي وویشل شول. .

ويل کيږي چې په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، چرس، مالګه او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل وو.

بل خوا د پکتيکا د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه ولايت په سروبي ولسوالۍ کې پر ۱۳۳۰ اړمنو کورنيو د خوراک نړيوال سازمان له لوري خوراکي توکي وويشل شول.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په مالي مرسته له پاکستان څخه پر ۳۷۲ راستنو شویو کورنیو نغدي او غیر خوراکي توکي وویشل.

په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۱۴۸۰۰ افغانۍ نغدي، ۳ کمپلې او د نارینه وو، ښځو او ماشومانو لپاره ۱۸ ژمني جامې ورکړل شوې.

په همدې حال کې د خوړو نړيوال پروګرام په غور ولايت کې په لسګونو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت تر تسلط وروسته مرستندویه موسسو د بې وزلۍ او لوږې د مخنیوي په خاطر له اړمنو سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.
https://avapress.com/vdch-zni623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته