دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 279373
په تېره یوه اوونۍ کې ۲۹۹ بهرنیان د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته داخل شوي دي
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بندرونو او هوايي ډګرونو څخه د څه باندې ۵۵۵ بهرنیو اتباعو د دخول او خروج بهیرونه ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۹۹ تنه بهرني اتباع داخل شوي او ۲۵۶ یې د هیواده وتلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د څه باندې ۵۵۵ بهرنیو اتباعو داخلېدل او وتل ثبت شوي دي. چې ۲۹۹ تنه شوي او ۲۵۶ نور له هېواده وتلي دي.
 
د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې دا هم ویلي چې یوازې په کابل کې یې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا دوه زره کسانو ته د زېږون کارتونه وېشلي دي.
 
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د خدمتونو د مرکزونو له لارې نږدې ۴۰۰ هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو د اصلاح په برخه کې خدمات وړاندې شوي.
 
د یادولو وړ ده چې د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د کاغذي تذکرو، د زیږون او مړینې د ثبت، د بهرنیو اتباعو د داخلیدو او وتلو د ثبت په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت په غاړه لري او د هیواد رسمي بندرونه او هوایی ډګرونه او هیوادوالو ته د ګړندي او شفاف خدماتو چمتو کولو ته ژمن دي.
 
https://avapress.com/vdcguy9xwak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته