دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 278555
ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۴ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلو ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
 
په راپور کې راغلي چې په ټپيانو کې ډېر هغه راستانه شوي کډوال او داخلي بې ځايه شوي کسان دي چې د طبيعي پېښو او تېرو جګړو له امله بې ځايه شوي دي.
 
د راپور پر بنسټ، ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول د زلزلې له امله اغېزمن شوي، ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي، له ۴۴۰ ډېر کلي اغېزمن شوي او ۲۵۰۰ کورونه نړېدلي دي
https://avapress.com/vdchm6nim23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته