کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۴ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده

25 میزان 1402 ساعت 10:55

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلو ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
 
په راپور کې راغلي چې په ټپيانو کې ډېر هغه راستانه شوي کډوال او داخلي بې ځايه شوي کسان دي چې د طبيعي پېښو او تېرو جګړو له امله بې ځايه شوي دي.
 
د راپور پر بنسټ، ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول د زلزلې له امله اغېزمن شوي، ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي، له ۴۴۰ ډېر کلي اغېزمن شوي او ۲۵۰۰ کورونه نړېدلي دي


د مطلب کود: 278555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278555/ملګرو-ملتونو-د-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-مرستې-لپاره-۱۴-میلیونو-ډالرو-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com