افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ایکس پاڼه کې ویلي چې له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره عاجله غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې ۱۴۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۱۸۵۰ څخه ډېر دی.
د اوچا په وينا، په هرات کې د زلزلې د سختو ټکانونو په پايله کې ٢٥٠٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، چې تر ١٩ زرو زيات کسان يې زيانمن کړي دي.