د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې له وروستیو زلزلو سره د مقابلې لپاره د ۱۴.۴ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۴ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه
22 میزان 1402 ساعت 14:27
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې له وروستیو زلزلو سره د مقابلې لپاره د ۱۴.۴ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
آوا - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ایکس پاڼه کې ویلي چې له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره عاجله غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې ۱۴۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۱۸۵۰ څخه ډېر دی.
د اوچا په وينا، په هرات کې د زلزلې د سختو ټکانونو په پايله کې ٢٥٠٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، چې تر ١٩ زرو زيات کسان يې زيانمن کړي دي.
د مطلب کود: 278327