دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 278217
د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان د ولایتي روغتون د سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د بدخشان سيمه ييزو چارواکو د اووه ميليونه افغانيو په لګښت د بدخشان د ولايتي روغتون د سړک د جوړولو چارې پيل کړې، چې د دغه ولايت د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري او څه باندې اووه میلیونه افغانۍ لګښت لري.
 
د دوی په خبره، د دغه سړک کار به د یوې میاشتې په موده کې د کار اندیش ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د فیض اباد اوسېدونکو د دغه سړک د خرابوالي او ګڼې ګوڼې په اړه شکایتونه کول، خو اوس د افغانستان د اسلامي امارت د سیمه ییز حکومت په وینا د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
 
https://avapress.com/vdccs4qim2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته