کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان د ولایتي روغتون د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

20 میزان 1402 ساعت 13:57

د بدخشان سيمه ييزو چارواکو د اووه ميليونه افغانيو په لګښت د بدخشان د ولايتي روغتون د سړک د جوړولو چارې پيل کړې، چې د دغه ولايت د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري او څه باندې اووه میلیونه افغانۍ لګښت لري.
 
د دوی په خبره، د دغه سړک کار به د یوې میاشتې په موده کې د کار اندیش ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د فیض اباد اوسېدونکو د دغه سړک د خرابوالي او ګڼې ګوڼې په اړه شکایتونه کول، خو اوس د افغانستان د اسلامي امارت د سیمه ییز حکومت په وینا د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
 


د مطلب کود: 278217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278217/د-اووه-میلیونه-افغانیو-په-لګښت-بدخشان-ولایتي-روغتون-سړک-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com