دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 278109
د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو له امله د عامې روغتیا د وزیر مننه
د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوی د سرې میاشتې ټولنې له اجراییه رییس سره په کتنه کې په هرات کې د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې له شتون څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وویل: موږ د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې له شتون څخه مننه کوو. د روغتیا په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د همکاریو د دوام لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خواخوږۍ څخه مننه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د ایران جمهوریت د خراسان رضوی سرې میاشتې ټولنې له اجراییه رییس سره په کتنه کې وویل: موږ د ایران له اسلامی جمهوریت سره دوامداره همکاریو ته لېواله یو.
 
هغه د هرات له زلزله ځپلو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د مرستو قدرداني وکړه او زياته يې کړه: په هرات کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سرې مياشتې ټولنې له شتون څخه مننه کوم.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې مرسته وکړه.
 
په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، په هېواد کې په وروستیو کلونو کې یوه تر ټولو ناوړه طبیعي پېښه بلل کېږي. د شمېرو له مخې په دې پېښه کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccx4qio2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته