کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو له امله د عامې روغتیا د وزیر مننه

19 میزان 1402 ساعت 9:56

د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوی د سرې میاشتې ټولنې له اجراییه رییس سره په کتنه کې په هرات کې د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې له شتون څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وویل: موږ د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې له شتون څخه مننه کوو. د روغتیا په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د همکاریو د دوام لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خواخوږۍ څخه مننه.


آوا - هرات: د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د ایران جمهوریت د خراسان رضوی سرې میاشتې ټولنې له اجراییه رییس سره په کتنه کې وویل: موږ د ایران له اسلامی جمهوریت سره دوامداره همکاریو ته لېواله یو.
 
هغه د هرات له زلزله ځپلو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د مرستو قدرداني وکړه او زياته يې کړه: په هرات کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سرې مياشتې ټولنې له شتون څخه مننه کوم.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې مرسته وکړه.
 
په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې وه، په هېواد کې په وروستیو کلونو کې یوه تر ټولو ناوړه طبیعي پېښه بلل کېږي. د شمېرو له مخې په دې پېښه کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 278109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278109/د-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-ایران-اسلامي-جمهوریت-مرستو-امله-عامې-روغتیا-وزیر-مننه

آوا
  https://www.avapress.com