افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (میزان ۹) په یوه راپور کې ویلی، چې دغه دوه کسان د پلټنو پر مهال نیول شوی دی.
د يو بل خبرله مخې: دغه دوه تنه چې دننګرهار ولايت د رودات ولسوالۍ اوسيدونکې دي په ځانګړي مهارت سره په خپلو بوټانو کې ٣٢ زره امريکايي ډالره ځاى پرځاى کړي وو.
د معلوماتو له مخې له حضرت بلال څخه ۱۸ زره امریکايي ډالر او له رحمن الله څخه ۱۴ زره امریکايي ډالر ترلاسه شوي دي.