د تورخم د لارې چارواکي وايي، دوه تنه چې غوښتل یې د دې لارې پاکستان ته ۳۲ زره امریکايي ډالر انتقال کړي، نیول شوي دي.
دوه تنه په تورخم کې پاکستان ته د ۳۲ زره امریکايي ډالرو د انتقال په مهال ونیول شول
9 میزان 1402 ساعت 10:44
د تورخم د لارې چارواکي وايي، دوه تنه چې غوښتل یې د دې لارې پاکستان ته ۳۲ زره امریکايي ډالر انتقال کړي، نیول شوي دي.
آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (میزان ۹) په یوه راپور کې ویلی، چې دغه دوه کسان د پلټنو پر مهال نیول شوی دی.
د يو بل خبرله مخې: دغه دوه تنه چې دننګرهار ولايت د رودات ولسوالۍ اوسيدونکې دي په ځانګړي مهارت سره په خپلو بوټانو کې ٣٢ زره امريکايي ډالره ځاى پرځاى کړي وو.
د معلوماتو له مخې له حضرت بلال څخه ۱۸ زره امریکايي ډالر او له رحمن الله څخه ۱۴ زره امریکايي ډالر ترلاسه شوي دي.
د مطلب کود: 277468