افغان غږ خبری آژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د قطر او ایران ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو په ځانګړي ډول د اقتصاد، پانګونې او د کورنۍ سوداګرۍ په برخو کې خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو پر یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د هڅو او د اوکراین په جګړه کې د پرمختګونو په اړه.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د هڅو په اړه څه ویل شوي دي.
قطر او ایران د افغانستان له اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري.
د یادولو وړ ده چې دوحه د اسلامي امارت او غربي هیوادونو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي.