افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشېر ولایت نوی والي نن سه شنبه (ثور ۲۷) د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري له خوا د دغه وزارت د نورو لوړ پوړو چارواکو او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې معرفي شو.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پنجشېر د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې تغییرات د اسلامي امارت په نظام کې یو اصل دی او دا یې ومنله چې نن د پنجشېر د نوي والي د معرفی کولو ځای دی.
له بلې خوا د پنجشېر نوي والي حافظ محمد آغا حکيم په دې مراسمو کې وويل: د افغانستان ملت د دين په شعار سره ژوند کړى او له دې پرته به هيڅ ډول شعار ونه مني.
هغه زیاته کړه، د روسانو، انګرېزانو او امریکايي اشغال پر ضد د افغان ولس شل کلنه مبارزه د اسلامي فکر او د افغانستان د مسلمان ولس د قربانۍ نښه ده.
د پنجشیر ولایت نوي والي د دغه ولایت خلکو ته خطاب وکړ او ویې ویل: د اسلامي امارت د یو سرباز او د پنجشیر د ملت د خدمتګار په توګه به د دغه ولایت د چارو د تنظیم او د ستونزو د حل په برخه کې خپلې ټولې هڅې او هلې ځلې وکړم.