افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کښې وویل: نن مونږ د قدس نړیواله ورځ نمانځو چې څلویښت کاله مخکې امام خمینی (رح) نومولې وه.
هغه زیاته کړه: د قدس ورځ د ټول فلسطین ده او د فلسطین، قدس او د هغې له مظلومو خلکو سره د اسلامي امت او د نړۍ د شریفو او ازادو خلکو د پیوستون اعلان دی.
هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې په نړۍ کښې د امریکې د قدرت زوال ته اشاره وکړه او په دې لړ کښې یې د دې حقیقت ثابتو مثالونو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: امریکا اوس د پخوا په شان ځواکمنه نه ده او دا یو حقیقت دی.
د نصرالله په وینا امریکا په سیمه کې یوازې د خپلو ګټو په لټه کې ده او له هیچا سره دوستي نه ده کړې.
نصرالله په سیمه کښې د دغه هیواد د متحدینو په نظر کښې د امریکا د قدرت کمزورتیا او زوال ته په اشارې سره په دې لړ کښې د ځینو عربو چارواکو د خبرو محتوا څرګنده کړه او ویې ویل: د فارس خلیج د ځینو عربو هیوادونو چارواکو مونږ ته خبر ورکړی دی. دوی په دې باور دي چې دا ناشونې ده چې په بشپړ ډول د دوی د سیسټم یا حکومت څخه د امریکا ملاتړ وکړي.
سید حسن نصرالله د لبنان له جنوب څخه په نیواک شویو سیمو راکټی حملو ته په اشارې سره وویل: هغه څه چې د لبنان په جنوب کښې رامینځته شول له ۲۰۰۶ کال راهسې د حالاتو په نظر کښې نیولو سره یوه ستره پیښه وه . موږ باور لرو چې دا دښمنان اندیښمن کړي او ویرولي دي او دا د تیرې اونۍ د پایلو څخه یوه ده. هغه دښمن چې لبنان تهدیدوي او سوریه بمباروي باید اندیښمن او مغشوش پاتې شي او دا به د مخنیوي او د جګړې اصول پیاوړي کړي. د مخنیوي توازن د اسراییلو غبرګون د محدود او مسخره کیدو لامل شوی.