دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 267959
په تېرو څو میاشتو کې د هرات د پاسپورټ ادارې له خوا ۲۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي
د هرات د پاسپورټ ادارې چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې ۲۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د پاسپورټ د ادارې مشر ملا محمد حسین وايي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د ویش بهیر له کومې ستونزې پرته روان وي.
 
ده زياته کړه: په هرات کې د پاسپورټونو د زياتوالي طرحه د هېواد مرکز ته وړاندې شوې او ټاکل شوې ده چې له روژې وروسته عملي شي.
 
د هرات د پاسپورټ د مديريت رييس دغه راز وويل: هره ورځ د سلو تنو د پاسپورټ اسناد په انلاين ډول پروسس کيږي او ٥٠ نور اسناد په انلاين ډول پروسس کيږي چې په دغو ٥٠ تنو کې ٣٠ تنه ناروغان او ٢٠ تنه کارکوونکي شامل دي.
 
هغه زياته کړه، چې په هرات کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له پيلېدو راهيسې، دې رياست ٢٦ ميليونه افغانۍ راټولې کړې دي.
 
په همدې حال کې د هرات ښاریان هم په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش له بیا پیلېدو خوښ دي.
 
دوی وايي، چې کابل ته د دوی تګ راتګ ډېر ستونزمن و، په هرات کې د پاسپورټونو د وېش له پیل سره دوی کولای شي په اسانۍ سره د خپلو اسنادو له لارې تګ راتګ وکړي او په کم وخت کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcdk50xnyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته