افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د ترانسپورت رئیس مفتی محمد زمان مزمل نن په یوه خبری ناسته کې وویل، چې سږ کال یې د ټرانسپورټ له فعالیتونو څخه ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی دی.
مزمل زياته کړه، چې د بسونو ډېرى تم ځايونه او د تورخم ترمينل يې په سمه توګه تنظيم کړي، چې ګڼه ګوڼه يې کمه کړې او د دغه رياست پر عوايدو يې مثبت اغېز کړى دى.
د ننګرهار د ترانسپورت ریاست هم ویلي، چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د موټرونو د کرایې د ټاکلو او ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د تېرو کلونو په پرتله د ګمرکونو عوايد زيات شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د مالياتو زياتوالى، د اداري فساد کموالى او سم مديريت په هېواد کې د عوايدو د زياتوالي اصلي لاملونه دي.