افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه سوري د ماشومانو د درملنې پروسه له یوه کال راهیسې بنده وه، خو پنځه میاشتې وړاندې بېرته پیل شوه.
د سرې میاشتې ادارې ویاند عرفان الله شریفزوي رسنیو ته ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې د ۶۱۰ کسانو درملنه شوې، چې ۱۸۴ یې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د هغه په وينا، له دې شمېرې پرته ١١ زره نور ناروغان هم ثبت شوي او موږ هڅه کوو، چې د هېواد دننه او بهر د هغوى د درملنې زمينه برابره کړو.
دوی وايي، چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې په هېواد کې دننه او بهر د ١٣زره ماشومانو د زړه د ناروغيو درملنه شوې ده.