دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 263865
په سړه هوا کې له بې وزلو سره مرسته د ټولنې اسلامي او انساني دنده ده
د بلخ ولایت دیني عالمان ټینګار کوي چې په اوسنۍ سړه هوا کې ټول خلک د بې وزلو پر وړاندې مسئول دي او باید د مرستې لپاره هڅې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: سخته یخنۍ او د تودوخې له منفي ۲۰ درجې ښکته کیدو په ټولنه کې فقر او وزګارتیا زیاته کړې او په داسې شرایطو کې د بلخ ولایت دیني عالمان له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له شتمنو خلکو غوښتنه کوي چې د ټولني د بې وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅه وکړي.
 
په بلخ کې دیني عالمان ټینګار کوي چې سړې ورځې به ژر تېرېږي، خو خلک باید له دې فرصت څخه په استفادې انسانیت او اسلامیت وښيي او له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ثوابونه وګټي.
 
د بلخ د شیعه علماوو د شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بایاني له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې د بې وزلو او یتیمانو په وړاندې ټول خلک مسؤل وبلل او ویې ویل: په اسلامي ټولنه کې ټول خلک د بې وزلو په وړاندې مسؤل دي.
 
هغه زياته کړه، چې اوسنۍ سختې يخنۍ د بېوزلو کورنيو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.
 
د دې تر څنګ په بلخ کې مولوي ذبيح الله همتمند او نورو ديني عالمانو هم له خلکو وغوښتل چې په اوسنۍ ساړه کې زړور واوسي او خپلې مالي سرچينې له بې وزلو سره شريکې کړي.
 
دغه راز د بلخ ولايت يو ديني عالم حجت الاسلام محمد اسحاق بهروز نژاد هم په بيړنيو او سختو حالاتو کې له بې وزلو سره مرسته يو له مهمو مکلفيتونو څخه بولي، د هغوى د ژوند ژغورل فرض دي او هر مسلمان بايد دغه مسئوليت ادا کړي.
 
ښاغلي بهروزنژاد زیاته کړه، د اسلام له نظره غوره انسان هغه دی چې خلکو ته تر ټولو زیاته ګټه ورسوي او له اړو کسانو سره ډېره مرسته وکړي.
 
نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې په اوسنۍ سړه هوا کې بې وزله کسان هېر نه کړي او هر څومره چې امکان لري مرسته وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ټول ولایتونه په ځانګړي ډول شمال د بې ساري واورو او یخنۍ شاهدان وو، چې د کار او بېکارۍ کچه یې ډېره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0tw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته