افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارت او دایمی استازی، چې نن (جدی۱۰) یوه بیانیه خپره کړې، په پاکستان کې د افغان ماشومانو په بندي کېدو خواشینی څرګنده کړې ده.
دې اعلامیې کې پناه ورکول یو بشري حق ګڼل شوی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون پر بنسټ غړي هېوادونه نه شي کولای هغو کډوالو ته سزا ورکړي چې په ناقانونه توګه بل هېواد ته ننوځي ځکه چې د دوی ژوند له خطر سره مخامخ دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارت او دایمي استازي ویلي دي: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د لارښوونو له مخې، ماشومان باید د کډوالۍ د موخو لپاره نه توقیف کېږي، پرته له دې چې د هغوی د مور او پلار قانوني کډوالي وي، دا ډول توقیفونه د ماشومانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په دې خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتل شوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
باید وویل شي، چې د پاکستان حکومت له نړیوالو اندېښنو سره سره د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال زنداني کړي دي.