دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 260281
د ترکیې ایدف خیریه بنسټ په افغانستان کې دیني مدرسې جوړوي
نن سهار (عقرب ۷) د ترکیې ایدف خیریه بنسټ د هېواد په ۵ ولایتونو کې د دیني مدرسو د جوړولو په موخه د پوهنې له وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دې پروژې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (عقرب ۷) د ترکیې ایدف بنسټ سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
هغه ولایتونه چې دیني مدرسې به پکې جوړې شي، نه دي ټاکل شوي.
 
د دې پروژې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکل شوی دی.
 
د پوهنې وزارت په داسې حال کې د دیني مدرسو جوړولو ته پام کوي، چې د غور په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.
 
د يادونې وړ ده، چې ترکيه په تېر حکومت کې هم په افغانستان کې د ښوونځيو په جوړولو سره د دغه هېواد په تعليمي برخو کې د ترکيې بنسټونو ونډه درلوده.
 
https://avapress.com/vdcev78wzjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته