کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې ایدف خیریه بنسټ په افغانستان کې دیني مدرسې جوړوي

7 عقرب 1401 ساعت 14:27

نن سهار (عقرب ۷) د ترکیې ایدف خیریه بنسټ د هېواد په ۵ ولایتونو کې د دیني مدرسو د جوړولو په موخه د پوهنې له وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دې پروژې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکل شوی دی.


آوا: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (عقرب ۷) د ترکیې ایدف بنسټ سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
هغه ولایتونه چې دیني مدرسې به پکې جوړې شي، نه دي ټاکل شوي.
 
د دې پروژې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکل شوی دی.
 
د پوهنې وزارت په داسې حال کې د دیني مدرسو جوړولو ته پام کوي، چې د غور په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.
 
د يادونې وړ ده، چې ترکيه په تېر حکومت کې هم په افغانستان کې د ښوونځيو په جوړولو سره د دغه هېواد په تعليمي برخو کې د ترکيې بنسټونو ونډه درلوده.
 


د مطلب کود: 260281

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260281/د-ترکیې-ایدف-خیریه-بنسټ-په-افغانستان-کې-دیني-مدرسې-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com