دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 255759
د ترکیې د بشردوستانه مرستو اور ګاډی د تورغندي بندر ته ورسید
د افغانستان له خلکو سره د ترکیې ۱۵۰۰ ټنه مرستندویه کارګو نن له تورغونډۍ بندر څخه هرات ته راورسېد.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د ترکیې د حکومت له خوا په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د ۱۵۰۰ ټنه خوراکي توکو دغه مرسته چې خوراکي توکي او جامې په کې شاملې دي، مرسته وشوه.
 
دغه مرستي د هرات د سیمه ییزو چارواکو او د ترکیې د قونسلګرۍ په حضور کې سرې میاشتې ته وسپارل شو.
 
د اسلامي امارت د حاکمیت څخه وروسته د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو بندېدل، وچکالۍ او طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو د افغانستان اقتصادي ستونزې څو چنده کړې او د نړیوالو سازمانونو په وینا په دغه هېواد کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdciwwar3t1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته