دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 253964
ايران افغانستان ته د پخواني حکومت پوځي تجهيزات بيرته ورکړي
د ایران اسلامي جمهوریت پرون (سه شنبه، جوزا ۱۷ مه) هغه پوځي تجهیزات چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو د جمهوریت د سقوط پر مهال له ځان سره ایران ته وړي وو، اسلامي امارت ته وسپارل
افغان غږ خبری آژانس، یوه ویډیو چې په دې وروستیو کې د هرات د اسلام قلعه په اړه رسنیو ته خپره شوې په هرات کې د پوځی تجهیزاتو څو لارۍ ښیی.
 
دغه تجهیزات پرون سه شنبه د غبرګولي په ۱۷ مه د اسلامي امارت او ایران په همغږۍ له هیواد څخه وایستل شول او د هیواد امنیتي ځواکونو ته وسپارل شول.
 
د جګړې د تېښتې او د جمهوریت د سقوط په وخت کې د هرات ولایت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او جهادي مشران له پوځي تجهیزاتو سره ایران ته ننوتل.
 
دغه پوځي تجهیزات چې وسلې او رینجر موټر پکې شامل وو، د ایران په واک کې وو.
 
 
https://avapress.com/vdcepx8wejh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته