دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 126268
غني: دنشه يي توکو باندې د لویديځ روږدې کیدل، په افغانستان کې د فساد تر ټولو لوی لامل دی
ښاغلی غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی د دیوید کامرون خبرو ته په اشارې وايي اړتیا نشته چې هغه د افغانستان څخه بښنه وغواړي، ځکه چې ملي یوالي حکومت د پخواني حکومت څخه میراث پاتی دی.

ښاغلی غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی د دیوید کامرون خبرو ته په اشارې وايي اړتیا نشته چې هغه د افغانستان څخه بښنه وغواړي، ځکه چې ملي یوالي حکومت د پخواني حکومت څخه میراث پاتی دی.

ښاغلی غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی د دیوید کامرون خبرو ته په اشارې وايي اړتیا نشته چې هغه د افغانستان څخه بښنه وغواړي، ځکه چې ملي یوالي حکومت د پخواني حکومت څخه میراث پاتی دی.

غني ټينګار وکړ چې په افغانستان کې بیلابیل لامل د فساد ډېرېدو لامل شوی چې دنړۍ سترو فاسدو هیوادونو څخه شمیرل شوی دی .

ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د بریتانیا لومړي وزیر دهغه دولت یو فاسد هیواد یاد کړ.

ښاغلي کامرون د سه شنبې په ورځ ويلي وو په فساد کې د خورا ښکېلو هېوادونو یوشمېر مشران بریتانیا ته راځي، چې په کې د افغانستان او نایجریا مشران شامل دي، دغه دوه داسې هېوادونه دي، چې ښايي د فساد کچه په کې د بل هر هېواد پرتله لوړه وي.

غني دغه خبرې په غبرګون ویلي دي چې ښاغلی کامرون به پخوا میراث په اړه خبره کړي دي، هغه میراث چې د نوموړي په وینا، بیلابیل لاملونه وو چې د فساد کچه دومره پراخه شوې ده.

د نوموړي په وینا دغه موضوع د افغانستان د خلکو غوښتنه نه ده په دې وروستیو کې د فساد پروړاندې دمبارزه لپاره نوې فرمان صادر شوی دی.

ولسمشر غني زیاته کړه چې دولت او د افغانستان نړیوال شریکان دغه سرطاني د لمنځه وړو پروړاندې کار کوي.

ولسمشر غني د بي بي سي راډيو څلور يوه پروګرام ته د مرکې پرمهال د کامرون خبرو کې ویلي دي چې

ده له پخوا پاته شوی فساد ښودی. دا هغه پاتې شونی فساد دی چې په کې ډېرو لورو او ډېرو عاملينو برخه واخیسته څو په نړۍ کې له تر ټولو مفسد هیوادونو څخه شمیرل شوی دی.

ښاغلی غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیواله غونډې ته وايي افغان دولت د دې فسادله منځه وړو ته ژمن دی، خو مرستې ته اړتیا لري.

وړاندې په لندن کې د افغانستا سفارت دغه خبر خپرولو سره ټينګار وکړ چې دغه هیواد دولت د فساد پروړاندې مبارزه کې پیاوړې اراده لري ، خو د کامرون خبرې بې انصافی ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند ظفرهاشمي تیره ورځ یک ټلویزیون ته ویلي و چې دولت او خلک د فساد پروړانډې یو نظر لري او دغه پدیدې پروړاندې مبارزه دوام لري.

له فساده اغېزمنو هېوادونو، په هغه نوملړ کې چې د شفافيت نړيوالې ادارې، چمتو کړی افغانستان په ۱۶۷ نمبر، وروسته شمالي کوريا او سوماليا ځای لري.

غني وویل دغه نوملړ کې لنډ مهاله کړنې موخې نه ګرځول کیږي

غني ټينګار وکړ چې هیواد يې د فساد پروړاندې جدي ګامونه پورته کړي دي خو وخت ته اړتیا لري.

ولسمشر غني منلې چې فساد د افغانستان له تر ټولو لويو ستونزو څخه شمیرل کیږي او د فساد له منځه وړلو لپاره يې د نړيوالو همکارېو هرکلی کړی خو ده زياته کړې چې د لويديځ د مخدره موادو ستونزه په افغانستان کې د فساد تر ټولو لوی لامل دی.

غني زیاته کړه چې د فساد له منځه وړوپه موخه د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي

 
https://avapress.com/vdcaiin6a49nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته