دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 51304
د افغانستان او ايران پارلماني هيئت يوله بل سره ليدنه او خبرې اترې وكړې

د افغانستان او ايران پارلماني هييت د كاناډا((بين المجالس))نړيوالې غونډې د يوسل او اوه ويشتمي غونډې په حاشيه كې يو له بي سره ليدنه او خبرې اترې وكړې.
د((افغان غږ خبری آژانس))د رپوټ له مخې،د((بين المجالس))((آي_پي_يو))د نړيوالې ټولنې،يوسل او اوه ويشتمه غونډه تلي له ۳۰ مې ڼيټې څخه د لړم تر ۵ مې پورې،د كاناډا هيواد د پلازميني په((لبك))ښار كې جوړه شوې وه.
له ايراني هييت سره زمونږ د هيواد د پارلماني هييت په ليدنه كې د واړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ د تاريخي،تمدني،فرهنګي او ديني اشتراكاتو پا يادو لو سره د دواړو هيواد ترمنځ د ملتونو د ګټواو سيمه ايزې سولې او ثبات په ليار كْ د متقابلو مرستو او اړيكو پراختيا و ارزوله.
پدې ليدنه كتنه كې،زمونږ د هيواد د پارلماني هييت استازي،زمونږ د هيواد د سولې او ثبات د استقرار په ليار كې،د افغانستان د جهاد او مقاومت د بيلابيلو دوارو په اوږدو كې د ايران هڅو او كړنو قدرداني او شكريه اداءكړه.
ايراني هييت په مقابل كې،د افغانستان د ولسواكۍ او ثبات د سير د ادامې لپاره د افغانستان د ستونزو د حل په ليار كْ د يران د اسلامي جمهوريت په مرستو ټينګار وكړ.
د(آي_پي_يو)نړيواله اتحاديه يو مهم نا دولتي سازمان دى چې اوس مهال ۱۶۲ اصلي غړي او ۱۰ تړلي غري لري،ددې اتحاديې مقر،دسويس په ژنيو كې دى او دهغوې اصلې ماموريت،نۍ كې دسولې اولسواكۍ پراختيا او غوړيدل دي.





سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayenm.49n6w1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته