کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ايران افغانستان ته د پخواني حکومت پوځي تجهيزات بيرته ورکړي

18 جوزا 1401 ساعت 9:19

د ایران اسلامي جمهوریت پرون (سه شنبه، جوزا ۱۷ مه) هغه پوځي تجهیزات چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو د جمهوریت د سقوط پر مهال له ځان سره ایران ته وړي وو، اسلامي امارت ته وسپارل


آوا، یوه ویډیو چې په دې وروستیو کې د هرات د اسلام قلعه په اړه رسنیو ته خپره شوې په هرات کې د پوځی تجهیزاتو څو لارۍ ښیی.
 
دغه تجهیزات پرون سه شنبه د غبرګولي په ۱۷ مه د اسلامي امارت او ایران په همغږۍ له هیواد څخه وایستل شول او د هیواد امنیتي ځواکونو ته وسپارل شول.
 
د جګړې د تېښتې او د جمهوریت د سقوط په وخت کې د هرات ولایت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او جهادي مشران له پوځي تجهیزاتو سره ایران ته ننوتل.
 
دغه پوځي تجهیزات چې وسلې او رینجر موټر پکې شامل وو، د ایران په واک کې وو.
 
 


د مطلب کود: 253964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253964/ايران-افغانستان-ته-د-پخواني-حکومت-پوځي-تجهيزات-بيرته-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com