دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 215601
د ملګرو ملتونو تازه رپوټ: شپږو میاشتو کې نږدې ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې رپوټ پر اساس، په دې موده کې ۱۲۸۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې که څه هم ملکی تلفات د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۱۳سلنه کم شوي دي، خو دا کموالی د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له لوري نه دی، بلکې د تلفاتو د کمیدو اصلي لامل، د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، دیبرا لاینز د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په رپوټ کې د مستند شویو ناوړه پیښو او زیانونو په اړه چې د افغانستان خلکو ته اوړي غبرګون وښیې، د وژنو د مخنیوي لپاره پریکنده اقدام وکړي او د خبرو میز ته حاضر شي.
هغې زیاته کړې: "په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان تاریخي فرصت لري چې د سولې خبرو اترو لپاره د خبرو میز ته سره راټول شي، تریخ حقیقت دا دی چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړو ته لوی زیان اړوي. "
ملګرو ملتونو بیا هم افغانستان کې د ملکي تلفات د ۵۸ سلنې پړه د دولت پر مخالفو وسله والو ور اچولې، چې وسله وال طالبان یې په سر کې دي.
په رپوټ کې همداشان ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هوایی بریدونو له امله ملکي تلفات د تیر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره لوړ شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي: "بیا هم ډیرملکي تلفات د ځمکنیو نښتو له کبله رامنځ ته شوي، چې د تلفاتو دوه پردرې اکثریت جوړوي؛ چې لامل یې غیر مستقیمې ډزې دي، په خاص ډول په ملکي میشتو سیمو کې. په دویمه درجه کې ډیر ملکي تلفات دتعبیه شویو چاودیدونکو توکو (ځان وژونکي او غیرځان وژونکي) دکارولو له کبله رامنځ ته شوی دي، ورپسې هدفي وژنې راځي."
په دې تلفاتو کې ۴۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
په دغه موده کې ۳۹۷ میرمنو او ۱۰۶۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
رپوټ یادونه کړې چې ماشومان په افغانستان کې د ښکیلو غاړو له خوا د کوویډ۱۹ وبا پرمهال د جګړې لپاره د استخدام او کاریدلو له اړخه ډیر زیان منونکي دي.
یونما په خاصه توګه په قصدي ډول د ملکیانو د هدف ګرځولو په اړه اندیښنه ښودلې، چې مذهبي مشران، روغتیایي کارکونکي، د عدلي او قضایي ادارو غړي، د مدني ټولنې فعالین، د غیرحکومتي سازمانونو کارکونکي او خبریالان پکې شامل دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته تمه کیده چې افغانستان کې به د جګړې شدت کم شي، خو نه یواځې دا چې تاوتریخوالی کم نه شو، بلکې د جګړې لمن نوره هم پراخه شوه.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو خوشې کیدو پرسر د اختلافونو پیدا کیدل هم د سولې بهیر له بندښت سره مخ کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawmnu649n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته