دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 197383
افغانستان شمال ختیځ کې د اویغورانو شتون تایید شو
د افغانستان دفاع وزارت تایید کړ چی د ترکستان اسلامی ګوند، ددی هیواد شمال ختیځ کې حضور لری خو د امنیتی ځواکونو تازه عملیاتونو په ترڅ کې کمزوری شوی دی.

فواد امان، د افغانستان دفاع وزارت معاون بی بی سی ته وویل چی د نظامی عملیات وروسته د طالبانو او همدارنګه ترکستان اسلامی ګوند فعالیتونو لړۍ محدود شوی دی.
هغه ادعا کړي چی طالبان د ترکستان اسلامی ګوند فعالیت زمینه برابره کړی او طالبان افغانستان کې د بیلابیلو تروریستی ډلو لپاره په افغانستان کې زمینه برابره کړي دی.
ښاغلی امان وویل چی طالبان ددی ګوند سره همکاری کوی ترڅو هغوی افغانستان کې فعالیت ولری.
طالبانو په افغانستان کې د ترکستان اسلامی ګوند غړو حضور رد کړی دی.
ترکستان اسلامی ګوند یو افراط ګرا سازمان دی چی د اویغور تندرو له لوری د چین په لویدیځ کې رامنځته شو او چین، اروپا اتحادیه، امریکا، بریتانیا، روسیه او پاکستان هغه ډله تروریستی ډله بولی.
 
https://avapress.com/vdcg7u9qwak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته