تادین خان، کندهار پولیسو قوماندی سرپرست ددی خبری په تایید سره وایی چی ناپیژانده وسله وال شنبه حمل په ۳ نیټه غرمی وروسته عبیدالله بارکزی د کندهار ښار شپږم امنیتی حوزه کې په ډزو ویښتلی دی.
عبیدالله بارکزی، ۶۰ کاله عمر درلود او هیواد پارلمان ۱۶ دور کې د ارزګان ولایت خلګو نماینده وو.
هغه نمایندګانو مجلس تیرو ټاکنو کې هم ځان نامزد کړی وو.
تراوسه کوم شخص یا کوم ډله د هغه ترور مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی او امنیتی چارواکې هم په دی اړه څه نه دی ویلی.