دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 134936
تازه څېړنه د راتلونکې لپاره د افغانستان د خلکو د ناهیلۍ د کچې لوړالی ښیې
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی: د آسیايي بنسټ «ایشیا فوندیشن» تازه خپره شوې څېړنه په افغانستان کې وروسته له ۲۰۰۴ زیږدیزکاله د خلکو ترمنځ د راتلونکې په اړه د ناهیلۍ تر ټولو لوړه کچه ښیې
دا د یاد بنسټ دولسمه کلنۍ څېړنه ده چې نن چهارشنبه(د لیندۍ۱۷مه) خپره شوه.
دا څېړنه شيې چې د خلکو ژوند زوړې پر لور روان دی چې دا حالت د ۲۰۱۳ کاله راپیل شوی دی.
د څېړنې له مخې کابو ۳۰ سلنې افغانانو ویلي دي چې هېواد یې پر سمه روان دی او دا شمېر د ۲۰۰۴ کال په پرتله کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ۳۶،۷ سلنه افغانانو دا لیدولوری درلود.
د دې ناهیلۍ لامل په هېواد کې شته ستونزې او د ولسمشر ټاکنو پر وخت د ورکړ شویو ژمنو له پلې کېدل بلل شوي.
څېړنه د امنیت، اقتصاد او د حکومت لاسته راوړنو په اړه هم د خلکو احساس کم شوی دی. تر څنګ یې خلک پر حکومت کم باور لري، خو ترڅنګ یې کډوالۍ ته هم زړه نه ښه کوي. په دې څېړنه کې له ۱۲ زره او ۶۵۸ تنو سره خبرې شوې دي چې ۵۲،۷سلنه یې سړي او ۴۷،۴ یې ښځې جوړوي او دا کسان د ۱۶ قومونو په ۳۴ ولایتونو کې وو.
دا راپور ښیې چې په هېواد کې د افغان ځواکونو د مرګ‎ژوبلې کچې لوړوالي، د تاوتریخوالي زیاتوالي او وېرې د خلکو اندېښنه په وروستۍ لسیزه کې زیاته کړې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې له امنیتي پلوه وېره لري، له اقتصادي پرمختګ څخه خوښ نه دي او پر حکومت کم باور لري.
په دې څېړنه کې درېیمه برخه افغانانو ویلي دي چې د تېر کال په پرتله یې مالي حالت خراب شوی دی او د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون هم بارو نلري.
څېړنه کې راغلي دي:«د خلکو بارو پر حکومت له هرې برخې د تېر کال په پرتله کم شوی دی.»
خو په څېړنه کې د خلکو د یو شمېر خوښیو لاملونو ته هم اشاره شوې ده.
په څېړنه کې راغلي دي:«په هېواد کې د بد اقتصادي او امنیتي حالت سره سره، د تېر کال په پرتله کډوالۍ ته د خلکو لیوالتیا کمه شوې ده. او لامل یې له اروپايي هېوادونو د کډوالو ویستل دي.»
ترڅنګ یې هغه نارینه چې په کلیو کې ژوند کې په ټاکنو کې د ښځو ګډون، له کوره بهر د ښځو د کار کولو له نورو وختونو زیات ملاتړ کړی دی.
که څه هم څېړنه ښیې چې فساد لا هم په لوړه کچه کې دی په ځانګړې توګه په ولایتونو کې حکومتي ادارو او ګمرکونو کې.
خلکو ویلي دي چې په سیمه کې یې ښوونه او روزنه په ښه توګه پر مخ ځي. ترڅنګ یې ډېر کسان انټرنټ ته لاسرسی لري او د ټلویزیون لیدل هم د خلکو په ژوند کې ډېر بدلون راوستی دی.
د آسیايي بنسټ رئیس، ډېوید آرنولډ وویل:«دا څېړنه ښیې چې د افغانستان خلک پراخ لیدلوری لري، او د وخت تېریدو سره ټولنیزې تجربې ترلاسه کوي او افغانان د ټولنیز بدلون په حال کې دي.»
دی وړاندې وايي:«هیله دې چې د دې پروژې له لارې د افغانستان په اړه ښه درک رامنځته کړو. د دې څېړنې پایلې زموږ نړیوالو همکارانو ته هم ستراتيژیک لیدلوری پیدا کوي چې له افغانستان سره مرستې وکړي.»
په دې څېړنه کې پوښتل شویو کسان له هېواد څخه تګ ناسم بللی او لاملونه یې په دې توګه بیان کړي دي: ۴۸،۸ سلنه نا امنۍ، ۲۷،۵ سلنې بیکاري، ۱۴،۶ سلنې فساد، ۱۰،۴ سلنې بد اقتصادي حالت او ۸،۷ سلنې هم بده حکومت‎ولي.
په همدې حال کې په ترتیب سره د تېر کال په پرتله د نا امنیو، فساد او بېکارۍ کچه ۴،۲ـ ۲،۱ او ۱،۶ سلنې زیات شوی دی.
خو داسې شمېرې هم شته چې ښیې په ښې‎حکومت‎والۍ کې کمزورتیاوې ۲،۷ سنلې کمې شوې دي.
خلکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سیمه کې مو څه تېرېږي ناهیلي څرګنده کړې ده. څېړنه د ښځو لویې ستونزې بې‎سوادي او د ښوونې او روزنې نشتوالی ښودلی دی. او کورني تاوتریخوالی هم د ۲۲،۱ سلنې کچې په درلودو سره لویه ستونزه ده.
اوس‎مهال په هېواد کې د بې‎سوادۍ کچه ۳۶،۱ سلنه ده په داسې حال کې چې بېکاري ۲۲،۹ سلنه ده.
د څېړنې له مخې د ځوانانو ترمنځ د بېکارۍ کچه ۷۱،۲ سلنې سره د ځوانانو لویه ستونزه جوړوي.
دا څېړنه ښیې چې ۶۹، ۸ سلنه کسان د خپل ځان امنیت په وېره کې دي، چې دا په یوه لسیزه کې لوی شمېر دی. د هېواد په سویل ختیځ کې ۸۲ سلنه خلک د خپل ځان له امنیته وېره لري او په هلمند ولایت کې ۵۴،۴ سلنې پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې دوی هم د خپل ځان امنیت په اړه ډاډ نلري.
د افغان ځواکونو کارکړونو په اړه ۵۳،۷ سنلې کسانو ویلي دي چې افغان ځواکونه د امنیت تامین په برخه کې ښه کار کوي. ۲۰ سلنې هم ویلي چې دا ځواکونه د خرابېدو په حال کې دي.
د سیمه‎ييزو پولیسو په اړه ۳۹،۶ سنلې پوښتل شویو کسانو ویلي دی چې ښه کار کوي په داسې حال کې چې ۲۶،۴ سلنې بیا یې له خرابېدو خبر ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcbfab80rhbf9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته