دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 291656
د افغانستان په اړه د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه ناسته نن سې شنبه د جوزا د میاشتې په ۱۹ مه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړي استازو په حضور کې پیل شوه. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر ځای په کابل کې د دغه هېواد سفیر دیمیتري ژیرنوف حضور درلود. غونډه په کابل کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سفیر حسن کاظمي قمي په وینا سره پیل شوه او ورپسې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست علي باقری کنی پیغام د مرستیال سید رسول موسوي له خوا ولوستل شو. په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي ګډون نه دی کړی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د سیمه ایزو تماسونو د ډلې لومړۍ غونډه چې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت جوړه شوې وه، تیر کال د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت په کوربه توب په کابل کې جوړه شوه. 
https://avapress.com/vdcenz8wpjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته