کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انځوریز راپور/ په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې تماس ډلې د غونډې پیل

19 جوزا 1403 ساعت 12:42

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه ناسته نن سې شنبه د جوزا د میاشتې په ۱۹ مه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړي استازو په حضور کې پیل شوه. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر ځای په کابل کې د دغه هېواد سفیر دیمیتري ژیرنوف حضور درلود. غونډه په کابل کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سفیر حسن کاظمي قمي په وینا سره پیل شوه او ورپسې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست علي باقری کنی پیغام د مرستیال سید رسول موسوي له خوا ولوستل شو. په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي ګډون نه دی کړی.


آوا - تهران: د سیمه ایزو تماسونو د ډلې لومړۍ غونډه چې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت جوړه شوې وه، تیر کال د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت په کوربه توب په کابل کې جوړه شوه. 


د مطلب کود: 291656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/291656/1/انځوریز-راپور-په-تهران-کې-د-افغانستان-اړه-سیمه-ییزې-تماس-ډلې-غونډې-پیل

آوا
  https://www.avapress.com