د بلخ ولايت ديني او کلتوري کارپوهان د يووالي اوونۍ په نمانځغونډه کې وايي، چې د مسلمانانو تر منځ د يووالي د رامنځته کېدو يوازنی راز د رسول الله (ص) په لار کې تګ دی او که نننۍ ټولنه غواړي چې يووالی راشي، بايد له هغه لارې کار واخلي.
د بلخ د حج او اوقافو رئيس وايي، چې د مسلمانانو ترمنځ يووالی د اسلامي ټولنې د ملا تیر دي او له يووالي پرته ټولنه له منځه ځي او د مسلمانانو عزت به له منځه لاړ شي.
آوا: له شک پرته د بهرنیو چارو وزارت او د «اسلامی امارت» د نورو مقاماتو څرګندونې دومره روښانه دی، چې په دې کې هیڅ شک نشته؛ خو دا مهم ټکی باید هېر نه کړو چې په تېر کې موږ په دې ډګر کې د بیانونو، شعارونو او ادعاوو کمښت نه درلود، خو له دې سره سره بیا هم د شیعه ګانو وژنه او د یوه توکمیز او مذهبي اړخ ښکاره قتل عام دوام لري او احتمالاً پراخ شوی دی.
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هېواد په اوسنيو حالاتو کې یووالي او همپالنې ته اړتیا لري. دده په وینا؛ هر ډول نفاق او فتنې ته لمن وهل د ملي ګټو په خلاف کار دی.