افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبدالحنان حمید؛ د بلخ (ص) ولایت د حج اوقافو د منبرونو او جوماتونو رئیس د یووالي اونۍ په مناسبت
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د اسلام پیغمبر د خدای رحمت او د نړۍ لپاره د یووالي نمونه ده. نو پر موږ مسلمانانو لازمه ده چې اتحاد وساتو او د الله تعالی (ج) په لار کې عمل وکړو.
د هغه په وينا، د اسلام پېغمبر (ص) تل د مسلمانانو تر منځ د يووالي لپاره هلې ځلې کړې، تر څو يې د عربي خاورې د قومونو تر منځ د ١٢٠ کلنې جګړې پاى ته ورساوه او د همدې ورځې په ټولنه کې يې ورورولي رامنځته کړه.
دغه ديني عالم زياته کړه چې په دې ورځ دمسلمانانو يووالي اسلام د نړۍ تر لرې سيمو پورې رسولى و او دښمنان يې نه شي کولاى ددوى په منځ کې نفوذ وکړي .
د بلخ د حج او اوقافو رئیس ټینګار وکړ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارې پیروي د مسلمانانو د یووالي راز دی او که نن هم د عملي یووالي غوښتونکي یو، باید د هغه لاره تعقیب کړو.
ښاغلي حنان وویل چې دا میاشت هغه میاشت ده چې پیغمبر په هغه کې زیږیدلی دی، دا د رحمت میاشت ده او دا زموږ دنده ده چې د دې میاشتې پیغامونه خلکو ته ورسوو او د مسلمانانو ترمنځ یووالی وساتو.
سید ضیا حسیني؛ د بلخ ولايت د فرهنګي چارو يوه كارپوه هم
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: قرآن كريم په څه دپاسه پنځوسو آيتونو كې مسلمانانو ته د يووالي او ورورولۍ د ټينګښت امر او لارښوونه كړې او په اوسنيو شرايطو كې چې د اسلام دښمنان په خپل ټول توان سره د بې اتفاقۍ د رامنځته كولو هڅې كوي. د مسلمانانو تر منځ د روحانيت پر ځای، د مسلمانانو د قوت او واک د له منځه وړلو لپاره باید عام مسلمانان په ځانګړې توګه علماء او مشران مشترکاتو ته توجه وکړي.