د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له روزنيز مرکز څخه ۹۰۰ سرتېري د نظامي، مسلکي او ديني زده کړو له روزنيز کورس وروسته او ۴۵۰ نور سرتېري په بدخشان ولايت کې له ۹۰ ورځني روزنيز کورس څخه فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له افسرانو او کارکوونکو سره وکتل او ویې ویل چې د اسلام دین ته خدمت کول د مجاهدینو له هدفونو څخه دي.
د هیواد ملی دفاع وزارت اعلان کړی چی تیرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو په جریان کې، نږدی ۷۳ تنه ترهګر وژل شوی او ۳۶ تنه نور ټپیان شوی دی او هغوی ځینی پټنځایونه هم له منځه وړل شوی دی.